مونږ به ټول ملک کښې د ملين مارچ سلسله جاري ساتو،

0
85

د جميعت علمائے اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن وئيلي دي چې مونږ به ټول ملک کښې د ملين مارچ سلسله جاري ساتو، وائي چې يو کميټي ئې جوړه کړې کومه به چې د اسلام آباد لاک ډاؤن لپاره خپل طريقه کار جوړوي ،بلخوا مولانافضل الرحمن د چيئرمين پيپلزپارټي بلاول بهټو زرداري سره ملاقات هم کړيدے
د جے يو آئي مجلس شوري اجلاس نه پس ميډيا سره خبرو کښې مولانا فضل الرحمان اووئيل چې موجوده معاشي پاليسيانې د رياست خاتمے سبب جوړيدے شي
د مولانا فضل الرحمن وينا وه چې جے يو آئي به کله هم د پي ټي آئي جعلي مينډيټ تسليم نه کړي او قوم دې زر تر زره د نوي حکومت انتخاب اوکړي
په دې موقع مولان فضل الرحمن د پاکستان تحريک انصاف په معاشي حکمت عملۍ باندې هم سخت تنقيد اوکړو او وې وئيل چې د تباه کن اقتصادي پاليسو په وجه غريب اولس په مشکل کښې اچولې دے
د جے يو آئي ف مشر دا هم اووئيل چې نااهل حکمرانانو کوم بجټ وړاندې کړے هغې سره د غريب اولس ملا ماته شوي او دا چې دا بجټ د پاکستان د معيشت تباه کولو يو ذريعه جوړيدے شي
بلخوا مولانافضل الرحمن د چيئرمين پيپلزپارټي بلاول بهټو زرداري سره ملاقات هم کړيدے چې پکښې ملکي سياسي صورتحال او بجټ باندې خبرې اترې شويدي