مونږ ته پاکستاني عوامو خدمت کولو سزا ملاويږي،احسن اقبال

احسن اقبال وئيلي دي چې دا احتساب نه بلکه د احتساب په نوم بدترينه انتقامي کاروائي ده ،شاهد خاقان عباسي په وجه ملک د ارباو روبو معاشي نقصان نه بچ شوې وو ،موجوده وخت خو حکومت نااهلې له وجې صنعتکاران تاوان سره مخ دي، صنعتونه په مکمله توګه بند شويدي ،
د مسلم ليګ ن سنئير رهنما او قامي اسمبلې رکن احسن اقبال احتساب عدالت نه باهر ميډيا سره خبري کولو په مهال په موجوده حکومت سخت تنقيد کړې،
وئيلي دي چې موجوده حکومت د احتساب په نوم انتقامي کاروائي شروع کړيده،مونږ ته د پاکستاني عوامو خدمت کولو سزا ملاويږي ،
احسن اقبال وينا وا چې خلق په حقيقت پوهه دي چې دا څه روان دي ، موجوده وخت صارفينو ته په ګران نرخ ګيس ورکولې کيږي ،ولې شاهد خاقان عباسي د ايل اين جي پنځه زره ميګاواټ پاور پلانټس لګولي وو، شاهد خاقان خو عوامو ته په ارزآن نرخ ګيس ورکړے وو ،مسلم ليګ ن رهنما زياته کړيده چې ناهله حکومت به کله پورې عوامو ته دهوکه ورکوي او د احتساب ډرامه به جاري ساتي