مونږ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د ټولو نه زيات فوځي ، اقتصادي ، سياسي او سماجي قرباني ورکړي

0
12

د پاک فوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه وائي چي مونږ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د ټولو نه زيات فوځي ، اقتصادي ، سياسي او سماجي قرباني ورکړي ، نړۍ دي زمونږ قربانۍ تسليم کړي
د پاک فوځ ترجماني اداري آئي ايس پي آر مطابق د آرمي چيف جنرل قمر جاويد لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي چه پاکستان د ترهه ګرۍ پر ضد يو کامياب جنګ کړي
جنرل قمر جاويد باجوه وئيلي چه د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پاکستان د ټولو زيات فوځي ، اقتصادي ، سياسي او سماجي قرباني ورکړي او داچه نړۍ دي زمونږ قربانۍ تسليم کړي
آرمي چيف وئيلي چه پاکستان دسيمي امنيت لپاره کار کړي او د ترهه ګرۍ خلاف ئي لوئي کاميابياني ترلاسه کړي دي
د آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف وئيلي چه پاکستان افغانستان کښي امنيت لپاره د هر يو بل ملک نه زيات کار کړي
د آرمي چيف جنرل قمر جاويدوينا ده چه مونږ به افغانستان کښي امن لپاره خپل کردار جاري ساتو ولي د پاکستان عزت او سلامتي به زمونږ اولين ترجيح وي