مون سون سيزن کښې به بارانونه د معمول مطابق وي تاهم موسم کښې د انتهائي شدت امکان دے

موسمياتو محکمې صبا پورې باران واريدو پيشنګوئي کړېده

محکمه موسميات وئيلي دي چي مون سون سيزن کښې به بارانونه د معمول مطابق وي تاهم موسم کښې د انتهائي شدت امکان دے، د کوم سره چي دسيلابونو راتلو هم امکانات دې
محکمه موسميات د مون سون متعلق خپل يو رپورټ کښې وئيلي دي چي جولائي نه ستمبر مياشت پوري به د ملک ميداني علاقو کښې بارانونه د معمول مطابق وي ولي بالائي سيمو کښې د معمول نه زيات بارانونو امکان دے،
موسمياتو محکمي خپل رپورټ کښې د مون سون او مغربي هواګانو ميلاويدل د زيات باران سبب ګرځولې او وئيلي دي چي څښکال د سيلابونو راتلو هم زيات امکانات دي
رپورټ ترمخه مون سون دوران ميداني علاقو کښې به درجه حرارت هم د معمول نه دوه يا دري ډګري سينټي ګريډ زيات وي