موټروےزياتي کيس کښې ګرفتارشوي ملزم شفقت ډي اين اے ميچ شوي اود جرم اعتراف يې کړي ،پنجاب پوليس

موټروےزياتي کيس کښې ګرفتارشوي ملزم شفقت ډي اين اے ميچ شوي اود جرم اعتراف يې کړي ،پنجاب پوليس

موټروے زياتي کيس کښې اهم پيش رفت رامخيته شوے او پنجاب پوليس د پنجاب سيمه ديپالپور نه تيره ورځ ګرفتار شوي ملزم شفقت ګرفتاري ظاهره کړي ، پوليس زرائع وائي چي د ملزم ډي اين اے ميچ شوي او ملزم د خپل جرم اعتراف هم کړے ، بل اړخ ته پنځه ورځي تيريدو نه باوجود مرکزي ملزم عابد علي ګرفتاري ممکن نکړلي شوه.موټر وے زياتي کيس کښې غټ پيش رفت رامخيته شوي او پوليس ګرفتار ملزم وقار الحسن په نشاندهي د پنجاب سيمه ديپالپور نه ملزم شقفت ګرفتار کړے ، پوليس زرائع وائي چي ملزم اعتراف جرم کړے او ابتدائي بيان کښې شريک ملزم عابد علي په ملګرتيا يولس وارداتونه کړي.پوليس ته ورکړلي شوي اعترافي بيان کښې ملزم وئيلي چي هغه او عابد علي په موټر وے باندي ولاړ ګاړي خوا له ورغلي اوو او په ځنګل کښې زنانه سره جنسي زياتي وکړه.ملزم شفقت اعتراف کړے چي هغه عابد علي په مرسته ټوله کاروائي کړے او واردات وروستو وتښتيدل ولي هغه ته معلومات نشته چي عابد علي چرته دے.پنجاب پوليس ترمخه ملزم شفقت عمر دريش کلن دے هغه د بهاولنګر اويسدونکے دے او دينه وړاندي هم ملزمان په موټروے باندي يو شمير وارداتونه کړي ،بل اړخ ته پنځه ورځي تيريدو نه باوجود د پيښې مرکزي ملزم عابد علي ګرفتاري ممکن نکړلي شوه