موټروے پوليسو جرمانے پنځه زره روپې ته سيوا کړې

موټروے پوليسو جرمانے پنځه زره روپې ته سيوا کړې

اوس ګورۍ ډير په خيال ګاډے چلوۍ،جرمانے د پينځلس سوه روپو نه پينځه زره روپۍ ته سيوا کړے شوے،نيشنل هائي ويز اينډ موټروے پوليس د جرمانو نوے لسټ جاري کړے،اووۀ جرمانے پکښې داسې شاملي کړے شوي کومې چې تراوسه پورې خلاف ورزي نه ګنړله کيده

د موټروے پوليس مطابق نوي جرمانے به د يکم اکتوبر نه نافذالعمل وي،اوس به په اوور سپيډنګ باندې د اووۀ نيم سوه روپۍ په ځائے جرمانه دوه نيم زره روپۍ وي،په غلط اوورټيکنګ باندې به جرمانه درې سوه نه بلکه پينځلس سوه روپۍ وي،بغير لائسنس ګاډي چلولو باندي به اووه نيم سوه روپۍ نه بلکه پينځۀ زره روپۍ جرمانه وي
د پوليس لخوا جاري کړے شوي مراسلے مطابق کۀ کوم يو ډرائيور ايمبولنس ته لاره نه ورکوي نو زر روپۍ به پرې جرمانه لګي،کۀ يو ډرائيور د ډرائيونګ دوران موبائل فون استعمال کړي يا په بے احتياطۍ باندې ډرائيورنګ کوي نو ټريفک پوليس به ورته پينځۀ سوه روپۍ جرمانه ورکوي ،کۀ چا سيټ بيلټ نه وي تړلے او ګاډے چلوي نو پينځلس سوه روپۍ به جرمانه کيږي،کۀ څوک په ګاډي باندې د پوليس سائرن استعمالوي نو زر روپۍ جرمانے ته دې ځان تيار کړي،د اوريجنل نمبر په ځائے فينسي نمبر پليټ لګونکي ډرائيوران به زر روپۍ جرمانه کيږي او هم دغه هومره جرمانه د هغې ګاډو لپاره هم ده چې شيشے ئې توري کړي وي