موډيز د پاکستان درجه بندي مستحکم کړې کوم چي معاشي اصلاحاتو باندي د اعتماد اظهار دې

موډيز د پاکستان درجه بندي مستحکم کړې کوم چي معاشي اصلاحاتو باندي د اعتماد اظهار دې

موډيز د پاکستان درجه بندي د منفي نه مستحکم کړې کوم چي د عالمي ادارو د پاکستان معاشي اصلاحاتو باندي د اعتماد اظهار دې،د عبد الحفيظ شيخ مائيکرو فنانس سيمنار ته خطاب،وائي چي مائيکرو فنانس شعبه کښې اويا لکه نه سيوا صارفين دي کوم کښې اضافه روانه ده،دا ئي هم وئيلي دي چي غربت کمولو کښې هم مائيکرو فنانس شبعه ښکاره کردار ادا کوي
خزانې لپاره د وزيراعظم مشير عبد الحفيظ شيخ مائيکرو فنانس سيمنار ته خطاب کښې د موډيز د رپورټ ذکر کړې او وئيلي دي چي د موډيز مثبت رپورټ د پاکستان معاشي اصلاحاتو باندي د عالمي ادارو د اعتماد څرګندونه ده،آئي ايم ايف هم د پاکستان ټولې معاشې عشاريې مثبت بللې دي او ډير زره به آئي ايم ايف د قرض دويم قسط پنځه سوه ډالر پاکستان ته ورکړي
عبد الحفيظ شيخ دا هم وئيلي دي چي د ټيکس نظام کښې اصلاحات روان دي او کوشش کوو چي معيشت ته دستاويزي شکل ورکړې شي چي ورسره به ټيکس نيټ کښې نوره هم اضافه اوشي
د خزانې مشير زياته کړيده چي مائيکرو فنانس شعبه اويا لکه صارفين لري چي پکښې اضافه روانه ده،مائيکرو فنانس شعبه د ګنړ شمير چيلنجز سره مخ ده،پاکستان کښې انوسټمنټ ريټ پنځلس فيصده او د منطقې نورو ملکونو ديرش فيصده دې،مائيکرو فنانس شعبه غربت کښې کمي کښې هم اهم کردار ادا کوي