ميا نواز شريف د نيب موجوده قوانين کښې د بدلون مخالفت کړې

0
21

ميا نواز شريف د نيب موجوده قوانين کښې د بدلون مخالفت کړې،وئيلي ئې دي چې په مونږ څه تيريدل هغه راباندې تير شول باقي د پرويز مشرف دور کښې جوړ شوي نيب قوانين هم داسې ټهيک دي
د اسلام آباد احتساب عدالت نه بهر ميډيا سره غيررسمي خبرو په وخت نوازشريف وئيلي دي چې کله د مسلم ليګ ن حکومت ختميدو نو ملک نه د دهشت ګردې لعنت هم ختم کړې شوې وو
د هغه وينا وه چې د ډالر په نرخ کښې رد بدل د وزيراعظم د منظورۍ بغير ناممکن وي او دا چې د هغه دور حکومت کښې به د هغه د تپوس نه بغير د ډالر نرخ لس پيسے هم نه ګرانيدو
نوازشريف په موجوده حکومت سختې نيوکي کړے او وئيلي ئې دي چې دوي اقتدار څنګ ترلاسه کړې هغه د فافن په رپورټ کښې واضحه کړې شوېده او دا چې دې حکومت لوجې ګراني دوه چنده سيوا شوېده