ميدان وردک ولايت کښې دسيکيورټي فورسزعملياتو دوران 15 طالبان وژلي شوي

غزني او کندهارکښې نښتو په مهال اووه سيکيورټي اهلکار او پنځلس طالبان وژلي شوي

د افغانستان امنيتي اهلکارو وردک ولايت کښې د عملياتو دوران پنځلس طالبان وژلي دي بلخوا سيکيورټي اهلکارو کال پس يوه ضلع د طالبانو ولقې نه واپس اخستي ده
د افغانستان خبري ادارو ترمخه سيکيورټي اهلکارو ميدان وردک ولايت کښې د طالبانو خلاف آپريشن کړي او پنځلس جنګيالي ئي وژلي دي
د ميدان وردک ملي اُردو دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې دا کارروائي نرخ اولسوالۍ کښې شوېده
بيان کښې زياته کړي شوي چې د سيکيورټي فورسز عملياتو کښې د طالبانو د وسلې او بارودو ذخيره هم تباه کړي شوي او دوه جنګيالي نيولي شوي هم دي
بلخوا افغان قائم مقام وزير دفاع اسد الله خالد په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې سيکيورټي فورسز د خواجه عمري ضلع د طالبانو د قبضې نه واپس اخستي ده
ياده دي وي چې طالبانو کال مخکښې په دې اولسوالۍ حمله کړي وه او دا ئې قبضه کړي وه
د طالبانو حمله کښې ضلعي ګورنرعلي دوست پشمول څوارلس کسان په حق رسيدلي وو