ميرانشاه کښې د نامعلومه کسانو ډزې ، دوه قبائيلى مشران وژلې شوى

Local tribesmen gather at a closed market in Miranshah, the capital of North Waziristan on September 30, 2010. Tribesmen in Pakistan's most notorious militant stronghold observed a shut-down on September 30 to protest against a major surge in US drone attacks, witnesses and elders said. Pakistani officials have reported that at least 21 US drone attacks have killed around 120 people in September, the highest monthly tally of attacks. The overwhelming majority of the attacks have been carried out in North Waziristan, considered Pakistan's most notorious bastion of Al-Qaeda-linked and Taliban commanders opposed to the US-led war in Afghanistan. AFP PHOTO/ THIR KHAN (Photo credit should read THIR KHAN/AFP via Getty Images)

د شمالي وزیرستان په ستر ښار میرانشاه کې نامعلومه وسله والو دوه قبایلي مشران وژلي دي

ډسټرکټ پولیس افیسر شفيع الله ګنډاپور خیبر نیوز ته ویلي چې د میرانشاه بازار سره نېږدې په سرګردان چوک کې د فیلډر ګاډی نه په موټر سايکل سوارو دوه کسانو ډزې شوی چې په نتيجه کې يې دواړه په موقع په حق رسېدلي. د وژلي کسانو پېژندګلو د ملک صاحب رحمان او ملک خیرالله په نومونو شوې چې تعلق یې د همزونی سیمې سره دې. پولیس وايي چې ملک صاحب رحمان د ترهه ګرو په نښه وو او دې نه وړاندې هم په هغه درې بریدونه شوي وو چې پکې هغه روغ وتلی وو. ډی پی او شفیع الله ګنډاپور زیاته کړې چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د وسله والو لټون لپاره په یاده سیمه کې لټونی عملیات هم شوي دي