ميرعلي کښې د طاهر داوړ شهادت خلاف احتجاجي مظاهره شوي

0
51
ميرعلي کښې د طاهر داوړ شهادت خلاف احتجاجي مظاهره شوي

ابوظهبي ټيسټ حتمي مرحلې کښې داخل شوے ، نيوزي لينډ پاکستان ته د ګټې لپاره د يوسل شپږ اوويا رنزونو هدف ورکړيدے ، د هدف په تعاقب کښې پاکستان بغېر د څه نقصان نه اووه دېرش رنزونو جوړ کړي، نن به قامي ټيم يو ځلې بيا خپل نيمګړے اننګز شروع کوي
ابوظهبي ټيسټ کښې په دريمه ورځ نيوزي لينډ ټيم خپل نيمګړے اننګز د يو لوبغاړي په زيان شپږ پنځوس رنزونو نه شروع کړو ، کيويز ټيم په څلورمه وکټه لږ مزاحمت اوښودو ولې د دغې وروستو ئې ټول لوبغاړي پرله پسې په دوه سوه يوکم پنځوس رنزونو آؤټ شول او قامي ټيم ته ئې د يوسل شپږ اوويا رنزونو هدف ورکړو
د هدف په تعاقب کښې د دريمې ورځې اختتام پورې قامي ټيم بغېر د څه نقصان نه اووه دېرش رنزونه جوړ کړي او په لس وکټو ورته نور يوسل يوکم څلويښت رنزونه پکار دي ، قامي ټيم به نن خپل نيمګړے اننګز يو وارې بيا شروع کوي