ميشاشفيع نه پس نورو زنانو هم په علې ظفر باندي جنسي هراسا کولو الزام لګولے

0
96
علي ظفر د منفي کارۍ په تورونو ميشا شافي ته قانوني نوټس استولے

سندرغاړې ميشاشفيع نه پس نورو زنانو هم په ادا کار او سندر غاړ علې ظفر باندي جنسي هراسا کولو الزام لګولے دے بلخو د علې ظفر مينه والو سره سره د هغوي مور هم خپل د ځوي په حق کښې ميدان ته راوتې
په سوشل ميډيا باندي خپل پيغامات کښې دې زنانو په سندر غاړې نازيباحرکات کولو دعوې کولو سره ويلي دي چې ميشا شفيع ډير نر کار کړے دے، د لاهور يو ليکچرار ماهم جاويد هم په علې ظفر الزام لګولے چي ډير کاله مخکې سندرغاړې د هغوي کزن سره هم دغه رنګه حرکت کولو کوشش کړے او،
دي نه علاوه شوبز سره تعلق لرنکي يو ميک اپ آرټسټ لينا علې هم دعوي کړي چي په ډيرو مواقعوباندي علي ظفر د حدنه تجاوز کړے او د اخلاقو نه غرځيدلي خبري کړې
د ميک اپ آرټسټ مطابق ميشا شفيع بهادرۍ نه پس هغوې لپاره دا ممکن نه او چي هغه د ميشا په حق کښې خبره اونکړې او ورته دا اونه وائي چي هغه يواځې نه ده بلکه هغه هم خپله خاموشې ماتۍ ۔
ميشا شفيع اوئيل چي بااختيارا کيدو باوجود دي سره دغه رنګه واقع پيش راغله ، نو چه سره به هم داسې قسمه واقعه پيش راغلې ي ۔
بل اړخ ته د علي ظفر مينه والو د هغه په حق کښې آواز اوچت کړے او ويئلي دي چي دا ټول د هغو خلاف يو سازش دے علي ظفر د ميشا شفيع د طرفه لګولي شوې الزامات مسترد کړي او ويلي دي چي ځه د دوه بچو پلار ، يو خاوند او د يو مور ځوے ايم او ويئل ائ چي هغوه به د الزام جواب الزام سره نه ورکوې بلکه د ميشا شفيع خلاف به عدالت ته ځې