مينځنۍ اورکزئي مشتي ميله بازار کښې بارانو تباهي خواره کړې

0
10

مينځنۍ اورکزئي مشتي ميله بازار کښې بارانو تباهي خواره کړې،او سيلابي ريلۍ د ځان سره څلور دکانونه وړي او په درجنونو نورو دکانو ته ئي زيان رسولے دے،متاثره تاجرانو د حکومت نه د خپل نقصاناتو د ازالې مطالبه کړېده
ضلع اورکزۍ کښې تېرې يوې هفتې راهسې دمه په دمه بارانونه وريږي، او تېره ورځ د مسلسل بارانونو له وجه په مختلفو خوړونو کښې سيلابونه راوتي،مشتي ميله بازار کښي هم سيلاب راغلے د کوم نه چې يوشمير دکانونو ته نقصان رسيدلےدے،سيلابي ريلۍ څلور دکانونه د ځان سره وړي او په درځنونو نورو دکانونو ته ئې هم زيان رسولے دے
تاجرانود حکومت نه غوښتنه کړي چي سيلاب لوجې چې د هغوي کوم نقصان شوے،مالي مرسته دې وکړي، ځکه چې مونږ دومره وس نه لرو چې دغه دکانونه يو ځل بيا آباد کړو