مينګوره بائى پاس کښې د کلچر شو دوران جوارى

سوات مينګوره بائى پاس کښې د کلچر شو دوران ځوان کل د جوارى کولو ويډېو په سوشل ميډيا وائرال شوې کوم چې مقامى خلقو په سختو ټکو کښې غندلې

سوات مينګوره بائي پاس کښې دکلچر شودوران دځلمو د جواري ويډيو په سوشل ميډيا وائرل شوي کوم چي مقامي خلکو په سختو ټکو کښي غندلے او دغه رنګ شوګاني ئي د ځوان کل د تباهي سبب ګرځولے مقامي خلق  وائي چي دکلچرپه نوم د جواري او فحاشي اډه جوړه کړے شوے په کوم کښې چي ځوان کل په لوئي تعداد کښي د روزانه په بنياد ګډون کوي ولي دغه د فحاشي اډه بندولو کښې پوليس او انتظاميه بے بسي ښکار ده د ضلع انتظامي چارواکي وائي چي دغه کلچر شو ته انتظامي اجازت نامه نه ده ورکړے او د شو انتظامي د عدالت په حکم نامه دغه شو پيل کړے شوے کوم چي د انتظامي په مداخلت سيل کړي شوه ولي بيا يو ځل عدالت ډي سيل کړه ډپټي کمشنر د وينا مطابق دوئي کوشيش کوي چي عدالت کښې خپل جواب جمع کړے او د عدالت اجازت نامي ورستو به دغه کسانو خلاف قانوني کاروائي پيل کيږي مقامي خلقو وينا ده چي دغه شو کښې د فحاشي ټول حدونه کراس شوي او دغه کښې نه صرف جواري روانه ده بلکه د ځوان کل اخلاقي اقدارو د خراپه ولو هم کوشيش روان دے په کوم چي انتظامي او حکومت له سخت ايکشن اغستل پکار دي په دغه اړه مو د کلچر شو د انتظامي سره رابطے کوشيش اوکړو خو هغوئي سره رابطه يقني نه شوه چي دکومي په وجه د هغوئي موقف مخي ته رانغلو