ميګا مني لانډرنګ کيس عدالت سماعت نورلسم اګست پورې وځنډولو

احتساب عدالت آصف زرداري په جوډيشل ريمانډ اډياله جيل ته ليږلي

ميګا مني لانډرنګ کيس عدالت د سابقه صدر آصف علي زرداري حاضري لګولو ورست سماعت نورلسم اګست پورې وځنډولو ولې فريال تالپور ئې د اووه ورځو لپاره د نيب حواله کړه
سماعت د نيب عدالت جج بشير کولو، سماعت چې کله شروع شو نو سابقه صدر زرداري روسټرم ته راغلو او د نيب مشير شهزاد اکبر اخباري بيانونو تراشې ئې عدالت ته وړاندې کړي او عدالت ته ئې خواست اوکړو چې په ما
د بې نامي جائيدادونو الزام لګونکي د نيب مشير شهزاد اکبر دې عدالت ته را طلب کړي او تپوس دې ترې اوکړے شي
عدالت اخباري تراشې د آصف علي زرداري وکيل لطيف کهوسه ته حواله کړي او وئې وئيل چې کهوسه صاحب دا اوګورۍ او ريفرنس لپاره د قانون مطابق درخواست دائر کړې شي
دې سره سره عدالت د فريال تالپور په ريمانډ کښې د نهيشتم جولائي پورې توسيع اوکړه او نيب ته حواله کړې شوه
بلخوا مني لانډرنګ کيس کښې وعده معاف ګواه نورين سلطان درخواست جمع کړو چې هغې ته دې د حاضرۍ نه استثني ورکړے شي ځکه چې کراچۍ نه راتګ ډير مشکل وي عدالت دغه درخواست منظور کړو
ټولو ملزمانو حاضري هم اولګيدې او د صدر زرداري حاضري لګولو ورستو عدالت سماعت د نورلسم اګست پورې اوځنډولو