ميګا کرپشن د وائټ کالر نيب ړومبني ترجيځ ده،چيئرمين نيب

نيب د کراچي ډيويلپمنټ اتهارټي افسرانو په ضد نوره کاروائې بندولو فيصله کړې

د نيب چيئرمين ر جسټس جاويد اقبال وئيلي چي ميګا کرپشن د وائټ کالر نيب ړومبني ترجيځ ده ،چيئرمين نيب دا هم وئيلي چي هغوي شلو مياشتو دوران يواويا اربه روپي برامد کړي او قامي خزانه کښي مو جمع کړيدي
د قامي احتساب بيورو چيئرمين جسټس ر جاويد اقبال لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي چي نيب ميګا کرپشن مقدمے آخري انجام ته رسولولپاره هلي ځلي پيل کړي او په دے لړ کښي به ټول وسائل په کار راوستلے شي
چيئرمين نيب زياته کړے چي نيب جوړيدو نه تر دے دمه درے سوه شپيږويشت اربه روپي برامد کړي کومي چي مو قامي خزانه کښي جمع کړيدي
چيئرمين نيب دا هم وئيلي چي تيرشلومياشتو کښي شپيږسوه بدعنواني ريفرنسسز احتساب عدالتونو کښي جمع کړيدي
جسټس ر جاويد اقبال مخکښي وئيلي چي نيب مقصد ملک نه بدعنواني خاتمه کول او اولس ته لوټلي شوي پيسے زرترزره واپس کول دي