مچهردانۍ به محکمه صحت متعلقه ضلعو ته ليږي

پراونشل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي په صوبه کې د سيلاب نه متاثره سيمو کې مليريا او ډينګي کنټرول کولو لپاره محکمه صحت ته شپيته زره مچهر دانۍ حواله کړيدي،دغه مچهردانۍ به محکمه صحت متعلقه ضلعو ته ليږي،
خيبر پښتونخوا کې سيلاب نه پس متاثره سيمو کې د ډينګي او مليريا مرض په تيزۍ سره خوريدل شروع شوي،د محکمه صحت اعداد وشمار تر مخه ډينګي نه روزانه په سوونو خلک متاثره کيږي، ډي جي پي ډي ايم اے لخوا جاري شوي بيان تر مخه متاثره سيمو کې د مليريا او ډينګي مخنيوي لپاره ګامونه پورته کول شروع کړي،او په دې لړ کې محکمه صحت ته په اولني فرصت کې شپيته زره مچهر دانۍ حواله کړي، ډي جي پي ډي ايم اے دا هم وئيلي چي د سيلاب نه متاثره ضلعو ته به نور امدادي سامان هم ليږلو عمل جاري وي،