مکه معظمه کښې د پاکستان او افغانستان د عالمانو او مذهبى سکالرانو کانفرنس

Macca Kabe

مکه معظمه کښې د پاکستان او افغانستان د عالمانو او مذهبى سکالرانو کانفرنس،کانفرنس کښې د پاکستان د وفد مشري مذهبي امورو وفاقي وزير نورالحق قادري او د افغانستان د وفد مشري د حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي کوي،د کانفرنس مقصد افغانستان کښې روان تاؤ تريخوالې او جنګ خلاف د دواړو ملکونو د عالمانو مشترکه موقف روښانه کول دي

کانفرنس ته وينا په وخت سعودي عرب لپاره پاکستاني سفير بلال اکبر وئيلي دي چې پاکستان د افغان سوله ملاټر کوي او هميشه ئې په دې برخه کښې همکاري کړيده د هغه وينا وه چې د سيمې امن او استحکام لپاره افغانستان کښې امن بحالۍ ډيره ضروري ده او طمع ئې څرګند کړيده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ به بين الافغاني مذاکرات کامياب شي د مذهبي امورو وفاقي وزير نورالحق قادري کانفرنس ته وينا په وخت افغان سولې په حواله د دواړو ملکونو د عالمانو او سکالرانو د دې مشترکه کانفرنس هرکلي کړيدي دغه رنګ کانفرنس ته د وينا په وخت د دواړو ملکونو عالمانو افغانستان کښې روان جنګ د بندولو مطالبه کړې او د جنګ په فريقينو ئې زور رواړېدے چې سوله لپاره پيدا شوي موقعې نه دي فائده پورته کړي