د شمالي وزیرستان په صدر مقام میران شاه کې باوردي سرنګ چاودنې د سکول دوه ماشومان ژوبل کړی دی
ذرایع وایی چې دغه چاودنه میران شاه کې د اکاونټ افس سره نزدې شويده. ذرایع زیاتوي چې چاؤدنه کې دوه لس کلن د سکول ماشومان ژوبل شوی دي. ژوبل ماشومان علاج لپاره د میرانشاه سرکاري هسپتال ته منتقل کړې شوی دی چرته چې یې حالت د خطرې نه بهر ښودل شویدې. پولیس وايي چې د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي