نائيجيريا کښې ګيس ټينکر چاودنه کښې پينځه ديرش کسان په حق رسيدلي

0
11
نائيجيريا کښې ګيس ټينکر چاودنه کښې پينځه ديرش کسان په حق رسيدلي

نائيجيريا کښې يو ګيس ټينکر کښې د ليکيج په وجه چاودنه شوې ، دغه چاودنه کښې پينځه دېرش کسان په حق رسيدلي او سلو نه سېوا ژوبل شويدي
د نائيجيريا ايمرجنسي مينجمنټ اداره وائي چې دغه پېښه هغه وخت رامخې ته شوه کله چې په شمالي صوبه نصروا کښې د ګيس يو ټينکر پيټرول پمپ کښې تيل اچول او دې دوران يو زوردار چاودنه اوشوه، چارواکي وائي چې د واقعې په حواله في الحال څه نه شو وئيلے ، په دې اړه تحقيقات جاري دي
چارواکي زياتوي چې دغه چاودنه کښې پينځه ديرش کسان په حق رسيدلي او سلو نه سېوا ژوبل شويدي ، مړه او ژوبل کښې زياتره عام خلق شامل څوک چې د واقعې تماشې له راغلې وو