ناراضه بلوڅانو ته د پاکستان په فريم ورک کي د مزاکراتو بلنه ورکوم

0
62

د بلوچستان وزير اعلا نواب ثنا ه لله زهري وئيلي دي چي ناراضه بلوڅانو ته د پاکستان په فريم ورک کي د مزاکراتو بلنه ورکوم او ورته وايم چي په قامي سياست کي دي برخه واخلي که قوم دوى ته مېنډېټ ورکړى مونږ يې تسليمه وه

دا خبري وزير اعلا بلوچستان نواب ثنا ه لله زهري کوټه کښي دوې ورځنى قومي سيمينار ته خپل په وينا کښې اوکړې
د هغه وينا وه چي بلوچستان زمونږ د ګوردو مشترکه کور دى، د پاکستان مستقبل د بلوچستان سر ه تړلى دى او دواړه يو بل ته لازم او ملزوم دي 
هغه ووئيل چي په بلوچستان کښي په لوى اکثريت کښي خلګ پاکستاني محب وطن دي او په ډير کم تعداد کښي خلګ د پاکستان خلاف دي او مونږ صوبه  په هيڅ صورت کښي و شرخښونکو ته نه پرېږدو
هغه زياته کړه چي وزير اعظم درې واري د پاک چائنا اکنامک کوريډور مغربي لاري يقين دهاني اولس ته ورکړې ده،  پر وزير اعظم باور لرو او روټ  به مغربي جوړيږي
پر دې موقع کور کمانډر بلوچستان عامير رياض خپل په وينا کې ووئيل چي بلوچستان د پاکستان هغه بچى دى چي اوس غټ شو او د کور زموارياني به تر سره کوي
کورکمانډر ووئيل چي د بلوچستان ستونزه پېچيده ده خو که مونږ ګرده مشترکه کوششونه اوکړو نو په راروانو لسو کلو کښي به بلوچستان دومره پر مخ ولاړ شي چي پنجاب او سنده ته به فنډ ورکوي
هغه زياته کړه پکار ده چي پاک چائنا اکنامک  کوريډور خپل په ملک کښي متنازعه نکړو ولي چي د ډيرو قوتو خواهش دى چي دا منصوب نشي جوړه