ناران نه ټولو سيلګرو ته وتلو حکم شوي، د ايس او پيز په خلاف ورزي ځني هوټلي هم سيل کړے شوي

ناران نه ټولو سيلګرو ته وتلو حکم شوي، د ايس او پيز په خلاف ورزي ځني هوټلي هم سيل کړے شوي

ناران کي ضلعي انتظاميے د ښار نه ټولو سيلګرو ته وتلو حکم ورکړے، سيلګر دي په فوري توګه ناران نه خپے اوباسي، د مقامي اتنظاميے احکامات، د ايس او پيز په خلاف ورزي باندي ځني هوټلي هم سيل کړے شوي دي، بلخوا هوټل مالکانو د هوټلو بندش معاشي قتل ګرزولے،
سياحتي مقام ناران کښې د سيلګرو د سهولت لپاره ځائي خلقو هوټلې په عارضي توګه کهولاؤ کړې وې د کوم خلاف چې ضلعي انتظاميې کارروائي کړې او ټولې هوټلې ئې سيل کړېدي،
اسسټنټ کمشنر بالاکوټ په ناران کښې موجود ټولو سيلګرو ته په څليرشت ګهنټو کښې دننه د علاقې پرېښودو مهلت ورکړے، او وئيلي دي که چرې يو شواروز کښې دغه سيلګر واپس نۀ شول نو د هغوي خلاف به هم کارروائي کولےشي،
اسسټنټ کمشنر دا هم وئيلي دي چې ترکومې پورې د حکومت لخوا پابندي وي د ترهغې پورې به يو سيلګرے هم د دي علاقې مخه نۀ کوي، بلخوا د ضلعي انتظاميې د اقدام خلاف هوټل مالکانو او سيلګرو احتجاج کړے او حکومت نه ئې د هوټلو کهولاوهلو مطالبه کړيده ،