ناقص معاشي پالیسو له عمله دملک معيشت ديواليه کيدو خطره ده

ناقص معاشي پالیسو له عمله دملک معيشت ديواليه کيدو خطره ده

د جے یو آئی ف سیکرټری جنرل سابق ډپټي چيئرمين سينټ عبدالغفور حيدري دضلع بټګرام دورې په مهال موجوده حکومت باندې سخت ټکونه کړي دي د هغوي وينا واه چي د عمران خان موجوده حکومت د پاکستان دتاريخ ناکام ترين حکومت دے کومو قوتونو چي عمران خان غوندې نالایقه حکمران په پاکستاني اولس باندې مسلط کړي دي اوس به په خپلو کړو پيښمانه وي
د جے یو آئی ف ډلې سيکرټري جنرل او د سينټ سابقه ډپټي چيئرمين عبدالغفور حيدري په ضلع بټګرام کښې اخباري غونډې ته په خطاب کې وویل دى چې د پى ټى آئى موجوده حکومت ناقصه معاشى پالیسو په وجه د ګراني طوفان جوړ شوي دي عبدالغفور حيدري وينا واه چى موجوده حکومت يو اړخ ته درياست مدينه نعره اولګوله او بل اړخ ته فحاشي کلچر له وده ورکولو باندې زور راوړي دي زمونږ جماعت به د پى ټى آئى هر لحاظ سره ناکام ترين حکومت نه پاکستاني اولس خلاصولو دپاره په اسلام اباد پرلت وهلو فيصله کړي ده عبدالغفور حيدري وينا واه چي نيب آزاده اداره نه ده د احتساب په نامه سياسي انتقام روان دے سلکيټيډ وزيراعظم عمران خان او د انډيا وزیر اعظم نريندر مودى کې هيڅ فرق نيشته مودې د ټاکنو نه وړاندې خپل سره د دوه کروړه نو کريانو وعده کړې واه او عمران خان يو کروړ نوکرو ورکولو شين باغ ښودلې وو ولي نتيجه يې دا راغله چې مختلفو ادارو نه په لکهونو شمېره کې خلق بے روزګاره کړي شوې دي د جے یو آئی ف ډلې مشر عبدالغفور حيدري زياته کړه چې زمونږ جماعت به هيڅ کله هم د فوځ په نګراني کې د عام ټاکنو غوښتنه او نکړي په تير شوي ټاکنو کې تاريخي دهاندلي کړي شويده