نامتواداکار ، کاميډي کنګ امان الله آخرکار د دي فاني دنيا نه سترګي پټي کړې

نامتواداکار ، کاميډي کنګ امان الله آخرکار د دي فاني دنيا نه سترګي پټي کړې

د اردو او پنجابۍ سټيج ، ډرامو ، فلمونو او مزاحيه پروګرامز نامتواداکار ، کاميډي کنګ امان الله آخرکار د دي فاني دنيا نه سترګي پټي کړې ، هغه د ګردو او پهپهړو اوږدي بيمارۍ وروستو د لاهور يو شخصي هسپتال کښې ساه ورکړي ، امان الله جنازه به د لاهور پيراګون سټي کښې ادا کولي شي
تفصيلاتو ترمخۀ اويا کلن امان الله پاکستان کښې د سټينډ اپ يعني ون مين شو کاميډي مشر ګنړل کيدو او هغه اته سوه شپته سټيج ډرامو کښې د خپل فن مظاهره کړے وه ، سټيج سره سره امان الله د پاکستان ټيلي ويژن لپاره هم په سوونو ډرامو کښي د خپل فن مظاهره کړے وه او د هغه فني خدماتو په صله کښې حکومت پاکستان کال دوه زره اتلس کښې هغه ته صدارتي ايوارډ هم ورکړے وو
کاميډي ليجنډ امان الله د تيرې څه مودي راهيسي د ګردو ، پهپهړو او ساه په بيمارۍ کښې اخته وو ، د امان الله په مرګ د ملک ټولوسياسي ، سماجي او شوبز شخصياتو د افسوس او خفګان څرګندونه کړي او د امان الله د لوړو درجو لپاره ئي دعاګاني کړي، صدر مملکت عارف علوي او وزيراعظم پاکستان عمران خان هم د امان الله دخدماتو ستائينه کړي او د امان الله مرګ ئي يو لوئي قامي نقصان بللي
د امان الله لور نور امان الله ترمخۀ د امان الله جنازه به د لاهور پيراګون سټي کښې ادا کولي شي چي وورسته به هغه ځائي اديره کښي ښارو ته سپارلې کيږي