نامتو عالم دين مفتي تقي عثماني په مشرې کښې د علماکرام خصوصي وفدد امارت اسلاميه په دعوت کابل ته رسيدلې

نامتو عالم دين مفتي تقي عثماني په مشرې کښې د علماکرام خصوصي وفدد امارت اسلاميه په دعوت کابل ته رسيدلې دې ، پاکستاني علما وفد به د افغان طالبانو په ثالثۍ کښې کالعدم تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کوي، وئيلي کيږي چې دغه مذاکراتو کښې به کالعدم ټي ټي پي جنګ بندې کښې توسيع او د فاټا انضمام واپس کولو مطالبې نه پشا کيدو باندې رضا کولو کوششونه کيږي
تفصيلاتو مطابق مفتي تقي عثماني په مشرې کښې وفد اسلام آباد نه کابل ته رسيدلې دې دامارت اسلامي په بلنه کابل رسيدلې پاکستاني وفد کښې حنيف جالندهري، مولانا محمد طيب پنج پير،مولوي انوارالحق ،مفتي غلام الرحمان او نور علما شامل دي پاکستاني علماؤ به کابل کښې افغان طالبانو مشرانو او کالعدم ټي ټي پي مشرانو سره ملاقاتونه کوي وئيلي کيږي چې مذاکراتو کښې به کالعدم ټي ټي پي د فاټا انضمام واپس کولو مطالبې نه پشا کيدواو جنګ بندې کښې توسيع کولو باندې رضا کولو کوششونه کيږي وئيلي کيږي چې دغه مذاکراتو ته د پاکستان سياسي او عسکري قيادت حمايت ترلاسه دې او دې لړ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزيب هم تصديق کړېدې