نانګاپربت پېښې درې ترهه ګر د ګلګت نه پنډۍ ته منتقل کړے شوي

0
55
په نانګا پربت کښې د غيرملکي سيلګرو په وژنه کښې ګرفتار درې ترهه ګر د ګلګت نه پنډۍ ته منتقل کړے شويدي
تفصيلاتو ترمخه د ګلګت بلتستان په نانګاکښې د غېرملکي سيلګرو په وژنه کښې ککړ درې ترهه ګر عرفان الله ، قريب الله او حبيب الرحمان د ګلګت نه  د پنډۍ اډياله جيل ته منتقل کړيدي
د ترهه ګرو منتقل کيدو په وخت د سيکيورټي سخت اقدامات کړے شوي وو او هغوي ئې د جيل  خصوصي سيل ته منتقل کړيدي
ياده دې وي چې د کال دوه زره ديارلس  په جون مياشت کښې په نانګا پربت کښې د ترهه ګرۍ پېښه رامخې ته شوې وه چې لس غېر ملکي سيلګري او يوپاکستانے ګائيډ مړه شوي وو