ناټو په افغانستان کښې د خپل پوځيانو د تعيناتې موده کال دوه زره څليرشت پورې غزولې ده

0
43

ناټو په افغانستان کښې د خپل پوځيانو د تعيناتې موده کال دوه زره څليرشت پورې غزولې ده،د افغانستان موجوده حالاتو په تناظر کښې پوځ واپس نه شو رابللے،د ناټوجنرل سيکتر،دا ئې هم وئيلي دي چې طالبان د جنګ ميدان ګټلې نه شي بايد چې د سولې لار دې خپله کړي
برسلز کښې د ناټوتنظيم د خارجه وزيرانو اجلاس نه پس ميډيا سره خبرو کښي د ناټو جنرل سيکتر سټولټنبرک افغانستان کښې تاؤ تريخوالې سيوا کيدو باندې انديښنې څرګند کړي او وئيلي ئې دي چې داقسمه حالاتو کښې افغانستان نه پوځيان واپس نه شو رابللے
د هغه وينا وه چې ناټو به تر هغې افغانستان کښې خپل موجوديت لري ترڅو چي افغان امنيتي اهلکار د خپل هيواد سيکيورټي ذمه وارې په خپل سر د سنبهالولو جوګه شوي نه وي
سټولټنبرګ زياته کړه چې د خارجه وزيرانو په اجلاس کښې فيصله شوې چې ناټو پوځيان به کال دوه زره څليرشت پورې په افغانستان کښې موجود وي
جنرل سټولټنرګ پاکستان بشمول د سيمې نورو هيوادونو نه مطالبه کړے چې د افغانستانيانو مشرۍ کښې د سولې لپاره روان کوششونو ملاټر دې وکړي