نريندرمودى وى او که را،د ټولو دښمنانو د سازشونو نه خبريو

0
77

نريندرمودى وى او که را،د ټولو دښمنانو د سازشونو نه خبريو،د ملک سلامتيا لپاره هرحده پورې تلې شو،ګلګت کښې پاک چين اقتصادى راهدارۍ سيمينار ته د آرمى چيف جنرل راحيل شريف وينا، وائى چې نړۍ ئې که هر څه ګڼي خو مونږ د خپلې بقا جنګ کوؤ او انشاء الله برې به مومو
د هغه وينا وه چې پوځ د ټول ملک د خيګړې لپاره کار کوى،شمالى وزيرستان آپريشن کښې مهم پرمختګ روان دے او قام له باور ورکوؤ چې د ملک سرحدونه په مکمله توګه محفوظ دى
جنرل راحيل شريف دا هم اوئيل چې هغه د ګلګت بلتستان حالاتو نه ښه خبر دے،دې کښې هيڅ شک نشته چې د ګلګت بلتستان اولس ډير خوارى کښ دى ولې د چين واکمن ګلګت بلتستان ته د ارمچى صوبے په رنګ ترقى ورکول غواړى
هغه مخکښې اوئيل چې د ترهه ګرۍ په طوفان چې پاکستان څه رنګ قابو موندلې دے د نړۍ هيڅ يو هيواد داسې نه شى کولے او پورا يقين سره وايو چې مونږ په صحيح لار روان يو
آرمى چيف زياته کړه چې د کرپشن او ترهه ګرۍ ګټهـ جوړ به په هر قيمت او په هره سطح ماتولے شى،سى پيک سيکيورټى به هر حال کښې يقينى کولے شى