ننګرهار او پکتيکا کښې فضائى کاروائيو پرمهال نهـ ويشت داعش جنګيالى او اوولس طالبان وژلى شوى دى

0
29

د افغانستان په ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کښې د وسله والو په مرکزونو فضائى کاروائيو پرمهال نهـ ويشت داعش جنګيالى او اوولس طالبان وژلى شوى دى،عملياتو پرمهال د داعش ډلې ريډيو سټيشن هم تباه کړې شوېدے

د ننګرهار د والى دفتر له لورى جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى چې د اچين اولسوالۍ په مامندو دره سيمه کښې د داعش جنګيالو په ريډيو سټيشن او د دوى په ټهکانو افغان او بهرنى هوائى ځواکونو بمبارۍ کړى چې په نتيجه کښې نهـ ويشت وسله وال وژلى شوى دى
بيان ترمخه د بمبارۍ په نتيجه کښې د داعش ريډيو سټيشن په مکمله توګه تباه کړے شوے او دغه ريډيو لپاره کار کونکى لس کارمندانان هم وژلى شوى دى
ياده دې وى چې داعش جنګيالو له لورى خلافت په نوم دغه ريډيو سټيشن څو مياشتې مخکښې قائم  شوے وو چې پکښې د حکومت خلاف خبرونه نشر کيدو سره سره ځوانانو له داعش ډله کښې د شامليدو ترغيب ورکولے کيدو
بلخوا د پکتيکا د والى وياند نبى الله خبرى ايجنسو ته وئيلى دى چې ګومل اولسوالۍ کښې د طالبانو په يو مرکز ناټو الوتکو بمبارى کړے چې په نتيجه کښې اوولس وسله وال وژلى شوى دى