ننګرهار ولايت کښې دامريکني جنګي الوتکو بمباري کښې د طالبانو نائب والي وژلي شوي

د افغانستان ننګرهار ولايت کښې د طالبانو په مرکز امريکني جنګي الوتکو بمباري کړې چې په نتيجه کښې د دغه صوبې لپاره د طالبانو نائب والي شيخ زر محمد پشمول اوولس جنګيالي وژلي شويدي
د ننګرهار د ګورنر دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې جنګي الوتکو شيرزاد اولسوالۍ کښې د طالبانو په يو مرکز بمباري کړېده
بيان ترمخه دې کارروائۍ دوران د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو نائب ګورنرشيخ زر محمد سره د اوولس نورو جنګيالو وژلي شوېدے
بيان کښې زياته کړي شوېده چې وژلي شوي جنګيالو کښې مهم کمانډران مولوي محمد عالم ،سيداجان،ذبيح الله اونورالله هم شامل دي
د بمبارې په نتيجه کښې د طالبانو دغه مرکز هم په مکمله توګه تباه شوېدے