ننګرهار ولايت کښې ډرون حمله کښې د داعش ډلې اووه جنګيالي وژلي شويدي

0
173
ننګرهار ولايت کښې ډرون حمله کښې د داعش ډلې اووه جنګيالي وژلي شويدي

د افغانستان په ننګرهار ولايت ډرون حمله کښې د داعش ډلې اووه جنګيالي وژلي شويدي بلخوا په اورزګان ولايت کښي افغان هوائي پوځيانو بمبارۍ کښې اته طالبان وژلي شويدي
د ننګرهار ملي اُردو دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې چپرهار اولسوالۍ کښې په داعش جنګيالو ډرون حمله شوېده
بيان ترمخه دا ډرون حمله د وسله والو په يو ګاډي شوېده چې په نتيجه کښې اته وسله وال وژلي شويدي
بلخوا افغان هوائي پوځيانو په وړمبې ځل د شپې عمليات کړي او په اورزګان ولايت کښې ئې د طالبانو په مرکز بمباري کړېده
د افغانستان هوائي پوځ ترجمان جلال الدين خبري ادارو ته وئيلي دي چې دا بمباري ترينکوټ اولسوالۍ کښې شوې چې پکښې اته طالبان وژلي شويدي