ننګرهار کښې طالب وسله والو دماشومانو يوسکول ته اوور ورته کړي

0
62
ننګرهار کښې طالب وسله والو دماشومانو يوسکول ته اوور ورته کړي

دافغانستان ننګرهار ولايت کښې طالب وسله والو دماشومانو يوسکول ته اوور ورته کړي بلخوا افغان سکيورټي فورسز د ملک په مختلفو برخو کښي د فوځي عملياتو دوران دپنځه څلويښت طالبانود وژلو دعوي کړي ،
افغانستان د دفاع وزارت وائي چه يومهم طالب کمانډراواورزګان صوبه کښي دطالبانو ګورنر عبدالله د افغان سکيورټي فورسز په يو اپريشن کښي وژلي شوي
د افغانستان وزارت دفاع نائب ترجمان محمد ردمانيش لخوا وئيلي شوي چه افغان سکورټي فورسز دارزګان ،هلمند پکتيااوفراح ولايت کښي د وسلي والو پرضد کاروائياني کړي دي کاروائيو دوران پنځه څلويښت طالب جنګيالي وژلي شوي ، ترجمان وائي چه اپريشنونودوران اووه ديرش وسله وال ژوبل شوي او پنځه ويشت طالبان ژوندي نيولي شوه هم دي
بلخواد ننګرهار ولايت چارواکي وائي چه تيره شپه طالب وسله والو د ماشومانو يو سکول ته اوور لګولي ، د ننګرهار حکومت ترجمان د پيښي تصديق کړي او وائي چه تيره شپه يو شمير طالبان وسله وال د ولايت په مومن دره سيمه کښي د هلکانو يو هائي سکول ته ورننوتل او دسکول دفتري ريکارډ اونو ساز او سامان اوسيزل