ننګرهار کښې ځانمرګي بريد کښې پوليس کمانډر ميرزمان پشمول درې اهلکار په حق رسيدلي

ننګرهار کښې ځانمرګي بريد کښې پوليس کمانډر ميرزمان پشمول درې اهلکار په حق رسيدلي

د افغانستان ننګرهار ولايت کښې په پوليسو ځانمرګي بريد په نتيجه کښې پوليس کمانډر ميرزمان پشمول درې اهلکار په حق رسيدلي او پنځه پوليس اهلکارو پشمول نور ژوبل شويدي
د ننګرهار د ګورنر ترجمان عطاالله خوګياني خبري ادارو ته وئيلي دي چې خيوه اولسوالۍ کښې د پوليسو په ګاډي ځانمرګي بريد شوېدے
د هغه وينا وه ګاډي کښې ناست خودکش بمبار د پوليسو ګاډي سره نزدې چاودنه کړيده چې په نتيجه کښې پوليس کمانډر ميرزمان او د هغه دوه محافظان په حق رسيدلي دي
عطاالله زياته کړه چې چاودنه کښې پنځه پوليس اهلکارو پشمول اته کسان ژوبل شوي هم دي