ننګرهار کښې ځانمرګي چاودنه شوي چي په نتيجه کښې دوه ديرش کسان شهيدان شويدي

0
417

د افغانستان په ننګرهار ولايت کښې ځانمرګي چاودنه شوي چي په نتيجه کښې دوه ديرش کسان شهيدان او سلو نه سيوا ژوبل شويدي،چاودنه په مظاهرچيانو شوېده
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياني خبري ادارو ته وئيلي دي چې دا چاودنه مومنددره اولسوالۍ کښې شوېده
د هغه وينا وه چې جلال آباد طورخم په مين شاهراه د يومقامي پوليس کمانډر خلاف د شنوارو قبيلې ګڼ شمير کسانو مظاهره کوله چې دي دوران چاودنه شوېده
عطاالله زياته کړه چې د چاودنې په نتيجه کښې دوه ديرش کسان شهيدان او سلو نه سيوا ژوبل شويدي
دغه رنګ د ننګرهار د صحت محکمې مشرنجيب الله هم په دې چاودنه کښې د دوه ديرش کسانو د مرګ او د يوسل اتويشت کسانو د ژوبل کيدو تصديق کړېدے ولې آزادي سرچينې په حق رسيدلي کسانو شميره څلويښت ښائي
ژوبل کسانو کښې د ځنوحالت مرګونې دے چي له وجې ئې د شهيدانو شميره د سيوا کيدو انديښنه ده