نن به د ملک په زياتره برخو کښې موسم ګرم او وچ وي

موسمياتو محکمې مطابق به نن د ملک په زياتره برخو کښې موسم ګرم او وچ وي، موسمياتو محکمې سند کښې د زيات ګرم موسم وينا کړيده، بلخوا ملاکنډ،هزاره ،کشميراو ګلګت بلتستان په ځينې برخو کښې تيزو هواګانو سره د باران امکان څرګندشويدے
موسمياتومحکمې لخو جاري شوي رپورټ کښې وئيلي شويدي چې راتلونکي څلريشتو ګهنټو دوران به د ملک په زياتره برخو کښې اوچ او ګرم وي، ولې په سند کښې به موسم د معمول نه زيات ګرم وي،موسمياتو محکمه وائي چې د ملاکنډ، هزاره ډويژنو،کشمير او ګلګت بلتستان په ځينې علاقو کښې تېزو هواګانواو پړق پړوق سره د باران امکان دے
موسمياتو محکمه زياتوي چې تېره ورځ هم د ملک په زياتره برخوکښې موسم ګرم او وچ وو،ولې ملاکنډ ډويژن او دګلګت بلتستان په بعضې علاقو کښې باران وريدلے وو،تېره ورځ شهيدبينظرآباد کښې د ټولونه زيات درجه حرارت شپږ څلويښت ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شويدے