نن د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه کښې لوکل ګورنمنټ ترميمي بل وړاندي کولې شي

0
18
قبائيلي ضلعو کښې ايکشن ان ايډ اف سول پاور نومي قانون ته تحفظ ورکړے شوي

نن د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کښې لوکل ګورنمنټ ترميمي بل وړاندي کولې شي، چي پري به دوه ورځي بحث کولے شي،
د سپيکر مشتاق احمد غني په مشرئ کښې د اسمبلئ غونډه کښي به نن د بلدياتو وزير شهرام خان ترکئ لوکل ګورنمنټ ترميمي بل مجريه دوه زره نورلس وړاندي کولے شي ددي نه وړاندي صوبائي کابينے د بل منظوري ورکړيده
د وزيربلديات مطابق په بل باندي به دوه ورځي بحث کولے شي که چري څوک پکښې ترميم جمع کول غواړي هغه به هم د رائے شماري په وخت په هغي غور کؤلے شي،
د نوي ترميمي بل تر مخه راتلونکي بلدياتي انتخابات به د نوي ايکټ دلاندي کولے شي ، په بل کښې ضلع ناظم او ډسټرکټ کونسل ختم کړے شويدے
بل کښې غټؤ ښارونوکښې مئير او په وړوښارونو کښې تحصيل ناظم ته زيات اختيارات ورکړے شويدي او دغه انتخاب به براه راست کولے شي
دغه رنګه په بل کښې ويلج او نيبر هډ کونسلي برقرار ساتلے شويدي خو ولي د غړؤ شميره کمه کړے شويده