نن د سانحه نائن اليون اوولسمه برسي نمانځلے کيږي

0
8
نن د سانحه نائن اليون اوولسمه برسي نمانځلے کيږي

نن د سانحه نائن اليون اوولسمه برسي نمانځلے کيږي ، په يوولسم ستمبر کال دوه زره يو کښې اغوا شوي جازونو په ذريعه د نيويارک ورلډ ټريډ سنټر او پينټاګان باندې حملے کوشش شوے وو ، دغه واقعاتو کښې څه کم درې زره کسان مړه او شپږ زره ژوبل شوي وو ، د نائن اليون واقعے ورستو ټوله دنيا کښې د خطرناک جنګونو اغاز وشو کوم ته چې وار ان ټيرير وئيلے شي ، افغانستان او عراق باندې حملے هم د نائن اليون يوه سلسله وه
يولسم ستمبر کال دوه زره يو ورځ د امريکے تاريخ کښي يوه توره ورځ ده،دغه ورځ د امريکنيانو لپاره د قيامت نه کمه ورځ نه وه،دهشتګردو څلور جهازونه هائي جيک کولو نه پس دوه طيارے د ورلډ ټريډ سنټر غبرګ ټاورو سره اوجنګولے، يو طياره پنټاګون سره نزدے اويشتے شوه او بله پنسلوانيا سره نزدے پريوته،په ورلډ ټريډ سنټر حمله کښي دري زره پورے خلک مړه او څه کم شپږ زره پورے ژوبل شوے وو،په دومره لويه پيمانه ځاني زيان سره سره امريکے ته تقريبا لس ارب ډالر مالي نقصان هم رسيدلے وو
د دے واقعے نه پس د امريکے هغه وخت صدر جارج بش د دهشتګردي خلاف د جنګ اعلان اوکړو،امريکے د دے حملو الزام په ترهګر تنظيم القاعده باندے الږولو او د اسامه بن لادن نيولو لپاره ئي اکتوبر دوه زره يو کښي په افغانستان حمله اوکړه،د القاعده سربراه اسامه بن لادن د وژلو باوجود هم د دهشتګردي خلاف جنګ د افغانستان پشمول مختلفو ملکونو کښي روان دے او په لاکونو انسانان د دے جنګ خشاک شوے دے
نائن اليون ذمه وار واقعي القاعده وه اوکنه دا منصوبه بل چا جوړه کړے وه،تراوسه پورے د دے سانحے اصلي مجرمان نه دي په ډاګه شوے
د نائن اليون سانحے متاثرينو سره يو والي لپاره نن ټوله امريکه کښي تقريبات کيږي