نن د مرزا اسدالله خان غالب د پېدائش ورځ مانځلے شي

0
45

نن د اردو ژبې په شاعرانو کښې د ټولو غالب شاعر ، مرزا اسدالله خان غالب د زيګون دوه سوه شلمه کليزه ده ، غالب د عشق و عاشقى،شراب وکباب ، آفاقيت ،مذهبى روشن خيالى او د محبوب د جفا په موضوعاتو شاعرى کړى ، پخپله ئې وئيلى دى چې دى
عشق نے غالب نکما کرديا
ورنه هم بهى آدمى تهے کام کے
غالب په اوويشتم دسمبر کال اتلس سوه شپږ نوى کښې په اګره کښې زيږيدلے وو ، غالب د مغل بادشاهانو په دربار کښې يو لوړه مرتبه لرله خو چې کله د مغلو دورختم شو او انګريزان راغلل نو د غالب بدې ورځې هم شروع شوے ، هغه وائى،
جی ڈھونڈتا ہے پھر وہی فرصت، کہ رات دن
بیٹھے رہیں تصورِ جاناں کئے ہوئے
خپل کلام کښې غالب د رقيبانو ذکر هم بار بار کړے او د هغوى د وجې نه ئې د محبوب د نظرانداز کيدو ګليه کړى
مہرباں ہو کے بلا لو مجھے، چاہو جس وقت
میں گیا وقت نہیں ہوں کہ پھر آ بھی نہ سکوں
د شعر ادب ماهرين په دې خبره اتفاق لرى چې د غالب شاعرى د اردو ژبې لپاره د اکسيرحيثيت لرى ، هغه د شعروادب بادشاه بلکې شهنشاه هم ګڼلے شى