نن د کتابونو د لوست او کاپي رائټ عالمي ورځ نمانځلے شي

0
12
نن د کتابونو د لوست او کاپي رائټ عالمي ورځ نمانځلے شي

کتابونه لولۍ، د کتاب نه غوره دوست بل هيڅ څوک نه وې، نن د کتابونو د لوست او کاپي رائټ عالمي ورځ نمانځلے شي، يوتازه رپورټ پاکستان کښې د کتاب مطالعے متعلق تشويشناک اعداد وشمار مخي ته رواستي، رپورټ مطابق پاکستان کښي صرف نهه فيصده خلک د کتابونو لوست کوي، په هر څلور طالب علمانو کښې درے زده کونکي د کورس کتاب نه علاوه بل هيڅ کتاب نه لولې
هر کال په درويشتم اپريل ” ورلډ بک ډے” يعني د کتاب نړي والا ورځ مانځلې کيږي، دا ورځ په کال نورلس سوا پنځه نوي کښې يونيسکو لخوا په ورمبي ځل مانځلې شوي وه
په عالمي سطح دا دي ورځ مانځلو مقصد په خلقو کښې د کتاب کتلو شوق پيدا کول او د ښه کتاب تحرير کونکو حوصله افزائي کول دي،
ليکن بد قسمتۍ نه پاکستان کښې د ګيلپ سروے مطابق نهه فيصد خلق کتاب بينۍ شوق کوي ولي پينځه اوويا فيصد خلق د کتابونه نه لري ژوند تيره وي ، هر څلور طالب علمانو کښې صرف دري طالب علمان د خپل کورس کتابونه نه علاوه بل يو کتاب هم نه لولي ،
ماهرين تعليم وائي چي په ملک کښې د کم کتاب بينۍ وجوهات د معلوماتو حصول لپاره موبائل ، انټر نيټ او اليکټرانک ميډيا استعمال، کم شرح خواندګي، د کتابونو سيوا نرخونه او حکومتي عدم پرستي ده