نن د کورونا په کيسونو په تعداد کښې کمے مخې ته راغلے

نن د کورونا په کيسونو په تعداد کښې کمے مخې ته راغلے

وفاقي وزير ترقي و منصوبه بندي اسدعمر د اين سي او سي اجلاس نه پس ميډيا ته بريفنګ ورکړے، وائي چې ټولو صوبو ايس اوپيز باندې عمل درآمد لپاره کاروائيانې کړي او مخکښې هم کارروائيانې کوي، نيشنل کمانډ اينډ کنټرول سنټر کښې مونږ روزانه د کورونا وائرس د کيسونو جائزه اخلو، نن د کورونا په کيسونو په تعداد کښې کمے مخې ته راغلے، کومه چې د خوشحالۍ خبره ده، کورونا وبا کښې د کمي د ټولو نه لويه وجه د خلقو په احتياطي تدابيرباندې عمل درآمدکول دي، سمارټ لاک ډاؤن په وه د کورونا کيسونه کم شويدي، که چرې انتظامي کارروائيانې نۀ کيدلے نو جولائي کښې د کورونا متاثرينو تعداد د دولس لکه نه هم سېوا کيدلو