نن ټول ملک کښي نهم مجرم په عقيدت او احترام سره نمانځلے کيږي

0
36
نن ټول ملک کښي نهم مجرم په عقيدت او احترام سره نمانځلے کيږي

ټول ملک کښي نن نهم محرم په عقيدت او احترام سره نمانځلے کيږي،نن د حضرت امام حسين (ر) فرزند حضرت علي اکبر په ياد کښي شبيهه جلوسونه ويستلے کيږي ، په نهم محرم مختلف ښارونو کښي په ډبل سورلي پابندي ده او ځني علاقو کښي موبائل فون سروس هم بند دي
په نهم محرم هم د کربلا مظلومان اوچے شونډے د ظلم خلاف ولاړ وو،په نهم محرم د يزيد لعنتي فوج د حضرت امام حسين (ر) او د هغه ملګرو ګهيراو اوکړو او آخري خبرے ناکامه کيدو پس ئي باقاعده د جنګ اعلان اوکړو نهم محرم د حضرت امام حسين (ر) فرزند حضرت علي اکبر(ر) نوم سره تړلے دے،حضرت علي اکبر هم د کربلا په ميدان کښي د يزيد فوج سره په جهاد کښي د شهادت اعلي مرتبه حاصله کړے وه نن د حضرت علي اکبر په ياد کښي ټول ملک کښي د شبيه جلوسونه ويستلے کيږي او علما کرام به د حضرت علي اکبر په شخصيت ،شهادت او دين لپاره خدماتو باندې رنړا اچوي د جلوسونو په لارو کښي د سيکيورټي سخت انتظامات شوے دي،لاهور،فيصل آباد،ملتان،پنډئ ،اسلام آباد،کراچي ، کوئټے او پيښور پشمول مختلفو ښارونو کښي په ډبل سورلئ بنديز دے او حساس ښارونو کښي موبائل فون سروس هم معطل دے