نن ټول ملک کښې جشن عيد ميلاد النبي ص مذهبي جوش وجذبې سره نماځلې کيږي

نن ټول ملک کښې جشن عيد ميلاد النبي ص مذهبي جوش وجذبې سره نماځلې کيږي

نن ټول ملک کښې جشن عيد ميلاد النبي ص مذهبي جوش وجذبې سره نماځلې کيږي،جشن عيد ميلاد النبي په مناسبت د ملک لوو وړو ښارونو کښې د محفلونو او جلسونو سلسله روانه ده،د ورځې آغاز سرښار اسلام آباد کښې د يوديرش او څلور وانړه صوبائي درالحکومتونو کښې د يوويشت يوويشت توپو د سلامې نه شوي،ټول ملک کښې د سحر مانځه نه پس د ملک خوشحالي او سلامتيا لپاره خصوصي دعاګانې هم غوښتي شويدي
د محسن انسانيت د آمد جشن،د ټولې نړې په رنګ پاکستان کښې هم د پيغمبر پاک ص د ولادت جشن نماځلي کيږي،دي لړ کښې سرښار اسلام آباد کښې د ورځې آغاز د يوديرش توپو د سلامي نه اوکړې شو،دغه رنګ څلور وانړه صوبائي درالحکومتونو کښې د ورځې شروعات د يوويشت يوويشت توپو د سلامې نه شوي،د سحر مانځه نه پس خلقو د ملک د ترقې،څوکالې،امنيت او سلامتيا لپاره خصوصي دعاګانې غوښتې دي
د سرښار اسلام آباد پشمول د ملک نورو وړو لويو ښارونو کښي د جشن عيد ميلاد النبي ص په مناسبت د محفلونو او جلسونو سلسله روانه ده چي پکښې آقائے نامدار ص ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کولي شي