نن په ټوله نړۍ کښې کشميريان يوم الحاق پاکستان نمانځي

نن په ټوله نړۍ کښې کشميريان يوم الحاق پاکستان نمانځي

نن په ټوله نړۍ کښې کشميري وروڼه او خويندې يوم الحاق پاکستان نمانځي، يوم الحاق پاکستان په موقع د دنيا په مختلفو ملکونو او ښارونو کښې کشميريان د دستورو او مظاهرو اهتمام کوي، او د بهارتي د قبضې نه د آزادۍ او پاکستان سره د يوځائےکيدو جدوجهدتيزولو لپاره به د خپل عهد تجديد کوي
د کشميرحقيقي نمائندګانو په نورلسمه جولائي کال نورلس اووۀ څلويښت کښې په سري نګر کښې د آل جمو و کشمير مسلم کانفرنس اجلاس کښې په متفقه توګه د پاکستان سره د الحاق قرارد منظور کړے وو،ولې په شپږ ويشتم اکتوبر کال نورلس سوه اووۀ څلويښت کښې د کشمير مهاراجه د عوامي خواهشاتو برخلاف بهارت سره د الحاق اعلان وکړو ، د کومې وروستو چې په وادۍ کښې بهارتي فورسز داخل شول او په بې ګناه کشميريانو ئې د نۀ ختميدونکي ظلم او ستم ابتدا وکړه، رپورټونو ترمخه تېرو اوويا کالو دوران د پينځه لکه نه زيات کشميريانو د مقبوضه وادۍ د آزادۍ لپاره د خپل ځانونو قربانۍ ورکړيدي