نن په ټول ملک يوم پاکستان په ملي جوش و جذبې سره نمانځلےکيږي

0
25
نن په ټول ملک يوم پاکستان په ملي جوش و جذبې سره نمانځلےکيږي، په سرښار کښې د يوم پاکستان په موقع سرښار اسلام آباد کښي د يو ديرش او څلور واړه صوبائي سرښارونو او ګلګت بلتستان کښې د يويشت  يويشت توپو سلامي وړاندې کړے شوېده
د يوم پاکستان په موقع نن په ټول ملک کښې په سرکاري او غير سرکاري ودانو قامي جهنډې لګولے شويدي، د سحر نمونځ نه پس په جماعتونو کښې د ملک د سلامتيا لپاره خصوصي دعاګانې هم شويدي
د يوم پاکستان په موقع به مرکزي دستوره په پريډ ګراؤنډ کښې ترسره کيږي چې پکښې به فوځي ځوانان د عسکري قوت مظاهره کوي، په دې موقع به صدر مملکت ممنون حسين، وزيراعظم محمد نوازشريف ، او د درې واړو ځواکونو مشران هم موجود وي
د يوم پاکستان په مناسبت سره په ملک کښې د سيکيورټي سخت ګامونه پورته کړے شوي او اسلام آباد او پنډۍ کښې د موبائيل سروس هم معطل کړے شويدے
د يوم پاکستان په حوالې سره صدرمملکت ممنون حسين په خپل پېغام کښې وئيلي دي چې پاکستان د مسلسل جدوجهد وروستو په قيام کښې راغلے او په دغه تحريک آزادۍ ئې عظيم قائد ته  خراج تحسين وړاندې کړيدے
په دې موقع وزيراعظم محمدنوازشريف هم خپل پېغام جاري کړے او وائي چې ترهه ګرۍ او انتهاپسندۍ ته د ماتې ورکولو لپاره چمتو يو او راتلونکي نسل لپاره به وطن محفوظه جوړوؤ