دفاع چارو وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي چي نهه مئي په ورځ رياست خلاف بغاوت شوے ،د سازش مرکزي کردار عمران خان دے ، جناح هاوس او عسکري تنصيباتو بريد کښې ککړ ملزمانو ټريننګ او نشاندهي نه پس عسکري تنصېباتو باندي بريد کړلي شوے
لاهور کښې خبري غونډي ته وينا پر محال خواجه آصف اوئيل چي لاهور ، پيښور ، فيصل آباد او نورو ښارونو کښي منصوبه بندي سره عسکري او سرکاري تنصيبات په نښه کړلي شوي اوو ، نهه مئي په ورځ رياست خلاف بغاوت شوے اوو ، شرښوخو نورے تباهي پلان هم جوړ کړے اوو کوم چي عسکري ځوانانو صبر لي وجي ناکام کړلي شو
وزير دفاع اوئيل چي نهه مئي په ورځ د ادارو تکريم پامال کرلي شوي ، پوځي تنصيباتو باندي بريد او د شهدا يادګارونه تباه کول ناقابل تلافي جرم دے او ککړ ملزمانو ته به قانون په مطابق سزا ورکول شي
خواجه آصف زياته کړه چي نهه مئي پيښو کښي ککړ خلک په نظرياتي او زهني توګه پاکستاني نه ګنړم ، ککړ ملزمانو د عمران خان په سازش عمل کړے او د سازش مرکزي کردار عمران خان دے