نه يو يونټ جوړيږى او نه حکومت ته څه خطره شته: شوکت يوسفزئۍ

0
37
شوکت يوسفزئۍ

د اطلاعاتو صوبائى وزير شوکت يوسفزئۍ د اصف على زردارى او بلاول بهټو زردارى د بيانونو په رد عمل کښې وئيلى چې نه يو يونټ جوړيږى او نه حکومت ته څه خطره شته بلکې کرپټ سياست دانانو سره د خپل سياسى دکان بنديدو ويره پيدا شوېده
د اطلاعاتو او تعلقات عامه صوبائى وزير شوکت يوسفزئۍ د اصف على زردارى او بلاول بهټو زردارى د بيانونو په حواله وئيلى چې د تيرو څو کلونو راهسې سندهـ کښې د پيپلزپارټى حکومت دې خو د کرپشن او لاپرواهى لوجې د رڼاګانو ښار په کهنډراتو کښې بدل شوې او تهر کښې ماشومان د لوګې تندې نه مړه کيږى
دوى اووئيل چې د پيپلزپارټۍ کرپشن لوجې سندهـ صوبه او د اولس سل کاله وروستو پاتې شوېدې
شوکت يوسفزئۍ اووئيل چې ن ليګ او پيپلزپارټى ته خطره پيدا شوې که چرې ادارې مضبوطې شى نو د دواړو پارټو سياسى دکان به بند شى