نوازشريف، مريم نواز او صفدر د دولس ګهنټو په پيرول رها،نوټي فيکيشن

0
16
دنوازشريف ،مريم نواز او صفدر پيرول رهائۍ کښې اضافې فيصله شوي

اډياله جيل کښې قيد پخوانې وزيراعظم نوازشريف، مريم نواز او کيپټن ريټائرډ صفدر د بيګم کلثوم نواز اخيرنې رسومات کښي ګډون لپاره پيرول باندې دولس ګهنټو لپاره رها کړې شويدې ولي شريف خاندان د پنځه ورځو د پيرول درخواست ورکړيدې،سرچيني وائي چي کيدې چي پنجاب کابينه پيرول کښې توسيع اوکړي
پنجاب حکومت د بيګم کلثوم نواز اخري رسوماتو کښې ګډون لپاره ميا نواز شريف،مريم نواز او کپيټن ريټائرډ صفدر په ابتدائي توګه د دولس ګهنټو په پيرول خوشي کړيدي او جاتي امرا کښې ئي د ميا نواز شريف کور سب جيل ګرځولې دې ولي سرچنينې وائي چي کيدې چي پنجاب کابينه پيرول کښې توسيع اوکړي
د پيرول منظورې وروستو ميا نواز شريف، مريم نواز او کپټن صفدر په خصوصي جاز کښې لاهور ته رسيدلې دي چرته چي د هغوي کور سب جيل ګرځولې شويدې
محکمه داخله پنجاب ترمخه ميا نواز شريف مريم نواز او کيپټن صفدر به د جيل قوانين پابندي کوي او دې نه علاوه به دري واړه قيديانو ته د يو بل کمرے ته تګ لپاره اجازت پکار وي
پيرول شرائط ترمخه ميا نواز شريف سره ليدل کتل لپاره ميلمنو اندارج به کولي شي ولي ميلمنو ته موبائل فون وړولو اجازت نشته
ميا نواز شريف جاتي امرا منتقلي ورسته د سيکورټي سښت انتظامات کړلي شوي او د مسلم ليګ ن کارکنانو ته جاتي امرا راتګ اجازت هم نشته
د يادونې وړ ده چي د شريف خاندان لخوا د بيګم کلثور نواز اخري رسوماتو کښې ګډون لپاره ميا نواز شريف،مريم نواز او کپټن صفدر د پنځه ورځو په پيرول د خوشي کولو خواست کړيدې