نوازشريف خلاف العزيزيه او فليک شپ ريفرنسونو سماعت آخري مرحله کښې داخل شوې

0
34
نوازشريف خلاف العزيزيه او فليک شپ ريفرنسونو سماعت آخري مرحله کښې داخل شوې

ميانوازشريف خلاف العزيزيه او فليک شپ ريفرنسونو سماعت آخري مرحله کښې داخل شوېدے او د نوازشريف د وکيل خواجه حارث حتمي دلائل شورو شوېدي،بلخوا سپريم کورټ احتساب عدالت ته د دواړو ريفرنسونو فيصله د روانې مياشتې څليرشتمه نيټه باندې اورولو حکم کړېدے
د احتساب عدالت جج ارشد ملک د نوازشريف خلاف العزيزيه او فليک شپ ريفرنسونو سماعت کړېدے
سماعت دوران خواجه حارث دلائل وړاندې کولو په موقع وئيلي دي چې په کوم دستاويزاتو باندې متحده عرب امارات چارواکو ته ايم ايل اے ليکلې شوې وو هغه جے آئي ټي نه دې په ډاګه کړے
د هغه وينا وه چې واجدضيا په خپله اعتراف کړې وو چې د دولس ملين درهم ټرانزکشن نه دې شوے او دا چې د جے آئي ټي ممبران نه خو عرب اماراتوخارجه وزارت ته تلي او نه پاکستاني قونصلګرۍ ته
د خواجه حارث دلائل جاري وو چې جج د دې کيس سماعت د ګل ورځې پورې ملتوي کړو
بلخوا د احتساب عدالت جج د دې مقدمو ټرائل مکمل کولو لپاره سپريم کورټ نه نور وخت غوښتو لپاره ستر عدالت کښې درخواست جمع کړې وو
چيف جسټس ميا ثاقب نثار په دغه درخواست فوري سماعت کړې او مقدمه کښې لم ليټ کولو باندې ئې د نواز شريف په وکيل د برهمې اظهار کړېدے
چيف جسټس خواجه حارث ته خپل دلائل هرحال کښې اوولسم دسمبر پورې مکمل کولو او د دواړو ريفرنسونو فيصله په څليرشتم دسمبر د اورولو حکم کړېدے