نوازشريف دانتخاباتو متعلق کيس لپاره فل کورټ جوړولو غوښتنه کړې

نوازشريف دانتخاباتو متعلق کيس لپاره فل کورټ جوړولو غوښتنه کړې

دمسلم ليګ ن قائد ميا نواز شريف وئيلي چه ټول په دي خبره متفق دي چه دانتخاباتو متعلق کيس باندي دي فل کورټ جوړ کړي شي ،سابق وزيراعظم نواز شريف وئيلي چه قوم دي راپورته شي، ولي چه قوم ددي رنګه فيصلولوجي دتباهۍ درشل ته رسولي شوي دي دنواز شريف وينا وه چه ديو کس په خاطر داقسمه فيصلي کولي کيږي ،

لندن کښي پريس کانفرنس په موقع دن ليګ قائد نواز شريف اوئيل چه دا څه د ټرک يا ريړهۍ والا مسله نه ده، دا قومي معامله ده ، قوم دي سترګي کهلاؤ کړي چه دوي سره کوم بهيانک مزاق روان دے
سابق وزيراعظم نواز شريف اوئيل چه قوم دي راپورته شي، ولي چه قوم ددي رنګه فيصلولوجي د تباهۍ درشل ته رسولي شوي دي
دنواز شريف وينا وه چه ديو کس په خاطر داقسمه فيصلي کولي کيږي ، که چري نن د دوي په سترګو کښي د الله د ويري اوښکي راغلي وي نو دا ډيره خبره ده
نواز شريف اوئيل چه زمونږ په دور کښي دزر مبادله زخائر بلند تري سطځ ته رسيدلي وو ولي اوس قوم مقرض کړي شوي اوديويو ډالرلپاره قوم په سوال کولو مجبوره کړي شوي،
دنواز شريف وينا وه چه ثاقب نثار او نور ريټائيرډ ججان دي قوم ته اوائي چه آخر نواز شريف ولي لري کړي شوي وو؟ نن دي دوي قوم ته جواب ورکړي چه زه ولي نااهل کړي شوي ووم؟
هغه زياته کړ ه د بجلۍ بلونه کم وو، لوډشيډنګ خاتمه شوي وه ،په ملک کښي موټرويز جوړ يدل شروع شوي وو، په ملک کښي دهشتګردي ختمه شوي وه
دوي په قوم خپلي فيصلي تپل غواړي،نواز شريف پوښتنه کړي چه آيا ددري رکني بنچ په شا څه عوامل دي؟قائد ن ليګ اوئيل چه جسټس شوکت صديقي چه کومي خبري کړي دي ، آيا چا ددي نوټس اخيستي ؟ هغه دا هم پوښته اوکړه چه جنرل باجوه چه کومي خبري کوي ، آيا په دي سوموټو نه جوړيږي ؟