نوازشريف دپېښورچاودنه کښې په مرګ ژوبله افسوس څرګند کړے

وزيراعظم نوازشريف  د پېښور سيکريټريټ بس چاودنه کښې په مرګ ژوبله افسوس څرګند کړے او وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ دې پېښې چې څومره هم مذمت وکړے شي نو کم دے 
وزيراعظم د پېښور پېښه کښې د حق رسيدلي کسانو په مرګ افسوس څرګند کړے او د دوي متاثره خاندان سره ئې د همدردۍ اظهار کړيدے
وزيراعظم نوازشريف پېښه کښې د ککړ ترهه ګرو په ضد قانون نافذ کونکو ادارو ته په فوري توګه د کارروائۍ کولو هدايات کړيدي
بلخوا د پېښور بس بمي چاودنې باندې ټولو سياسي قائدينو وزيرداخله چوهدري نثار، د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان، پخواني صدر آصف علي زرداري ، د قومي اسمبلۍ اسپيکر او ډپټي سپيکر ، وزيراعلي خېبرپښتونخوا پرويزخټک او ګورنرخېبرپښتونخوا ظفر اقبال جهګړا پشمول يوشمېر غړو د پېښور پېښې په کلکو ټکو کښې غندنه کړې او متاثره خاندانونو سره ئې همدردۍ هم څرګندونه کړېده